انصار: (د لیندی ۲۷مه)، د پکتیا په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو له کمزورو او بې کیفیته فعالیتونو خلک په تنګ شوي دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، په ځینو سیمو او ولسوالیو کې لا هم مخابراتي شبکې خدمات نه لري او کومې سیمې چې تر پوښښ لاندې دي، انټرنېټي او غږیز فعالیتونه یې خورا ضعیف دي.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نسیم وايي، د مخابراتو په برخه کې دې شته ستونزې هوارې شي او اړتیا ته په کتو دې خدمات ښه کړي:
« په زرمت کې د مخابراتو سیستم ډېر ضعیفه دی، نه نېټ کار کوي نه ساده ټیلیفون کار کوي. زرمت ولسوالي، چې نورو ولایتونو ولسوالیو ته وګورې دومره غټه ولسوالي نه شته. دغه دوه انتنونه چې لګیدلي دي کیفیت نه لري، دومره کار نه شي کولی باید نور هم ولګول شي.»
د پکتیا یو بل اوسیدونکی اسلم خان وايي، د هرې شبکې انټرنېټي او غږیزې اړیکې ډېرې کمزورې دي نو په کار ده چې، حکومت او د مخابراتي شبکو مسوولین دغه ستونزو ته پام زیات کړي:
«سیستم ډېر ضعیفه دی، مخابراتي سیستم ته موږ ډېر ضرورت لرو چې منظور شوي دي باید موږ ته خپل حق را کړل شي. نه ام ټي ان سم کار کوي او نه افغان بیسیم سم کار کوي.»
د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي چې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ادارې رییس نصرت الله هجرت وايي، د پلان له مخې به په راتلونکي لسمه پروژه کې په مرکز او ټولو ولسوالیو کې اړتیا ته په کتو نوي انتنونه نصب کړي:
« لسمه پروژه کې هغه ولسوالیو ته چې، د خلکو ستونزې مشکلات ډېر په کې لیدل کېږي لکه پخوا یې چې هم مشکلات درلودل، هغې لپاره موږ جدول جوړ کړی وزارت سره مو شریک کړی دی، په لسمه پروژه کې د ټولو لپاره نوي انتونونه په پلان کې لرو، د خلکو ستونزې به ان شا ءالله حل شي.»
د یادونې وړ ده چې، نه یوازې پکتیا بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک د مخابراتي شبکو له کمزورو فعالیتونو سر ټکوي او له مسوولینو غواړي چې، ژر تر ژره په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته پام کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29063